IQNA

حماس؛د قدس په لور له مهاجرت پرته بل هیڅ ځاي ته مهاجرت نه کیږي

10:21 - February 16, 2025
د خبر لمبر: 3490644
ایکنا – د فلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ حماس په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي، د دښمن  د بندیانو د سپارلو په دستورو کې د خلکو پراخ شتون، د قدس اوالاقصی جومات د انځورونو سمبولیک  موجودګي ،نیواکګرو او دهغوي ملاتړو ته  نوی پيغام دی چې قدس او الاقصی سرې کرښې دي.

ایکنانیوز  دفلسطین داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکوي، حماس غورځنګ په یوې اعلامیې صادرولو سره ټيڼګار کړی دی،د دښمن له بندیانو د شپږمې ډلې خوشي کول پر دې ټينګار دی چې  د دوي د خوشی کیدا لپاره  یوزینۍ لاره  د خبرواترو او د اوربند موافقې ته  پابندي ده او له دې پرته بله هیڅ لاره نه لري.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ، د مونږ خلک ، اسلامی امت او په درستې نړۍ کې پتمن، د قدرت ،عزت اوسرلوړۍ د هغو صحنو شاهدان دي چې مقاومت دشرافتمندانه مبادلې د موافقې په ترسره کولو سره نندارې ته وړاندې کړي دي . دغه موافقه د مونږ د  ملت  او مقاومت  دپيوستون ځلا ده.

په دغې اعلامیې کې دغه راز وئيل شوي؛ ائ قدسه ! مونږ د تا سربازان یوو .ګواه ووسه چې پخپلې ژمنې ټينګ ولاړ یوو، په میدان کې ثابت قدم یوو او دآزادۍ په لارې کې پرمخ ځو ، او هیڅ شاتګ او لټي  وجود نه لري.::: 

په دغې اعلامیې کې دغه راز ټينګار شوی دی،درستې نړۍ ته وایوو،د قدس په لور له مهاجرت پرته بل هیڅ مهاجرت وجود نه لري. دا د ټرمپ او دهغو ملاتړو  درستو بلنو ته دمونږ ځواب  دی چې غواړي، د فلسطینیانو د حذفولو  او اجباري کوچولو لپاره استعمارۍ دسیسه اجرا کړي چې هیڅکله به ئې هم اجرا نه کړائ شي.

راپورونه ښئ چې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ مسئولانو  په شنبې ورځې د غزې تړانګې په جنوب کې  په خان یونس ښار کې درې بندي صهیونیسټان  د سره صلیب نړیوالې ادارې نمایندګانو ته وسپارل چې د  کابو درې سوه  دیرشو فلسطیینو بندیانو په بدل کې خوشي شول او دا شپږمه ډله ده چې خوشي کیږی.

https://iqna.ir/fa/news/4266321

captcha